اوکراین او روسیې ۴۱۰ بنديان خوشې کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اوکراین او روسیې د اکتوبر پر دویمه د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۴۱۰ قیدیان خوشې کړي دي. په خوشې کړل شویو ۲۰۵ اوکراینیانو کې ۲۰ ملکیان هم دي. خو روسیې ویلي دي چې په برابر شمېر کې یې امنیتي کارکوونکي او ملکیان د اوکراین لخوا خوشې کړل شوي دي. هلته د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې تر بشپړ یرغل وروسته مسکو ګڼ اوکراينیان بنديان کړي دي. په دې اړه د مشال راډیو د مرکزي څانګې ویډیويي راپور وګورئ.