وسله والو په پېښور کې یو پولیس وژلی دی

په خیبر پښتونخوا کې په پرلپسې توګه د پولیسو هدفي وژنې روانې دي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ناڅرګنده وسله والو د جون پر ۲۸مه یو پولیس په ډزو وژلی دی.

د شاه پور تاڼې مدد محرر اسلام مشال راډيو ته وویل چې ۴۰ کلن شهنشاه نومي پوليس د جون پر ۲۸مه سهار له کوره د کار پر لور روان وو چې د شاه پور په حاجي اباد سيمه کې پرې برید وکړ.

د دوی په وینا، برید داسې وسله والو کړی چې پر موټرسایکل سپاره وو. دی وايي پولیس عسکر د پېښور ليډي ريډنګ ته وړل روغتون ته وړل شوی او هلته یې سا ورکړې ده.

د دې پېښې زمه واري لا چا نده منلې. پولیس وايي پلټنې کوي.