د خیبر پښتونخوا حکومت په لوی اختر کې د روغتیا او صفایۍ خدماتو او د پېښو پر مهال د اړینو مرستو ورکولو لپاره د روغتونونو او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د کارکوونکو رخصتي ختمه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۷مه په پاکستان او افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د پاکستان حکومت د جون له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې عامه رخصتي اعلان کړې ده. خو په پېښور کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د جون پر ۱۷مه، مشال راډیو ته وویل چې د هغې ادارې کارکوونکي د بېلابېلو ضلعو په سیلانیو برخو او مېله ځایونو کې دنده ترسره کوي.
په مردان کې د ښاري نظافت د ادارې یو چارواکي ثنا الله خان هم مشال راډیو ته وویل چې کارکوونکي یې تر قربانیو وروسته د صفایۍ چارو ته دوام ورکوي. هغه زیاتوي چې له ولسه غواړي چې د څارویو پاتې شوني دې په لارو او کوڅو کې نه اچوي ځکه چې له دې د ناروغیو خپرېدو خطر دی.
د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون د بېلابېلو ضلعو په لویو روغتونونو کې د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو رخصتۍ هم ختمې کړې دي. د پېښور د خیبر ټیچنګ روغتون ویاند سجاد خان مشال راډیو ته وویل چې په اختر کې یې د بیړنیو پېښو پر مهال د خدماتو لپاره ځانګړې څانګه پرانیستې ده.