ایراني عدالت د فلمونو جوړوونکي ته په درو د وهلو او بند سزا اورولې

محمد رسولوف - پخوانی انځور.

د ایران يو عدالت د فلمونو جوړوونکی محمد رسولوف په درو وهلو او ۸ کاله د بند په سزا محکوم کړی.


د هغه وکیل بابک پکنیا د مې پر اتمه په ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې وویل چې د هغه موکل به یوازې پینځه کاله د بند په سزا باندې محکوم وي خو جرمانه هم باید ورکړي او شتمنۍ هم ضبط شوې دي. پکنیا وویل، رسولوف د "ملي امنیت سره د مخالفت (یا ټکر)" په تور محکوم شوی.
په غرب کې د حقونو مدافعینو او د فلمي صنعت ډلو د رسولوف پر ضد د ایران اقدام غندلی او د هغه د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.

ټاکل شوې چې د رسولوف فلم "د سپېڅلي اینځر تخم" روانه مې میاشت د کانز په نړیوال فلم فیسټیوال کې نندارې ته وړاندې شي. رسولوف په ۲۰۲۰ زکال کې د برلین د فلمي مېلې غوره جایزه د هغه فلم لپاره وګټله چې پکې هغه څلور کیسې بیانوي چې په ایران کې د مرګ سزا او د ظلم لاندې د شخصي ازادۍ موضوعاتو پورې تړلي دي.