هند خپل څلور وګړي د روسيې په پوځ کې دخلکو د استخدامولو په تور نيولي

دغه هندي وګړی د روسیې جنوبي سیمې ته د اوکراین خلاف د جګړې لپاره تللی وو. پخوانی انځور

د هند پلټنو مرکزي ادارې د مې پر ۸مه ویلي چې څلورهندي وګړي په دې نیول شوي چې د اوکراین پرضد د روسیې په جګړه کې د جنګېدو لپاره يې کسان قاچاقول.

د هند د پلټنو مرکزي ادارې (سي بي ای) په بیان کې ويلي چې په نیول شویو کې یو تن په روسیه کې د ژباړونکي په توګه اوسېده او د شبکې یو له مهمو کسانو څخه وو، چې لږترلږه ۳۵ کسان یې په جنګېدو کې ښکېل کړي دي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې هغه تن چېرته نیول شوی دی. دويم مشکوکه کس په دوبۍ کې نیول شوی دی. بیان زیاتوي چې نيول شوي دوه نور کسان په هند کې اوسېدل او په مستقیمه ډول د جنګېدو لپاره د کسانو په برتي کولو کې ښکیل ول.

دا هم وګورئ:

اوکراین وايي روسیې یې د انرژۍ پر بېخبنا لوی برید کړی دیروسی ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي راتلونکې میاشت چین ته ځيروسیه او اوکراین د بې ځایه شويو ماشومانو پر تبادلې سلا شوي دياروپایي پارلېمان د روسیې له زندانونو د خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې دهامریکا اوکراین ته د هوايي دفاع نظام پياوړي کولو لپاره توغندي ورکوي

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مسله یې په جدي ډول د روسیې د ولسمشر له دفتر کرېملېن سره شریکه کړې ده. مسکو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دې ویلي.