ملګري ملتونه وايي د پاکستان نیمايي وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي. د پاکستان د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر احسن اقبال د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د بشپړ رپورټ خپرېدو غونډې ته ورغلی وو. دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې خلک اوس هم انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون شبکه نه لري. نور په دې رپورټ کې.