په خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خیبر پښتونخوا کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له وجې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي په تېرو څو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له وجې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا راز دې بارانونو او سېلابونو ۳۳۰ کورونه زیامن کړي چې ۵۳ پکې په مکمله توګه ړنګ شوي دي. د پي ډي ایم اې په وینا، دا زیانونه د صوبې په ۲۱ ضلعو کې رسېدلي چې پکې سوات او دیر ډیر متاثره شوي دي. نور حال د اې پي او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو نه په جوړ شوي دې راپور کې: