د پنجاب پوليسو او پاکستاني پوځ اعلان کړی دی چې په بهاول نګر کې به د پوځي سرتېرو لخوا پر پوليسو د مبينه تشدد په ګډه پلټنې کوي.
د پنجاب پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور د اپريل پر ۱۲مه په ويډيويي پېغام کې ويلي دي چې پوځ او پوليسو د هغې پېښې پلټنې پيل کړي دي. هغه ویلي: "دواړو ادارو خپل خپل اداري عمليات پيل کړي دي او چېرته چې چا غلطي کړې او قانون یې مات کړی نو د هغو خلاف به کارروايي کېږي."
بل پلو د پوځ مطبوعاتي ادارې (ای اېس پي ار) هم د اپرېل پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهاول نګر پېښې د حقيقتونو معلوملو لپاره به "امنيتي او پوليس اهلکار په ګډه تحقيقات کوي."
بيان زياتوي چې "که څه هم پوځ او پوليسو دغه مسله په سمدستي توګه هواره کړې ده خو د دې باوجود ځيني ډلو د خپلو ځانګړو ګټو په خاطر پر ټولنيزو رسنيو د رياستي ادارو او سرکاري محکمو ترمنځ د بېلتون پيدا کولو لپاره پروپېګنډه پېل کړې ده."
30-35 soldiers, a colonel and a brigadier of #PakistanArmy came and took us out of the hawalat and tortured us immensely and stripped us of our trousers.Said Soldier of #PunjabPolice#Bahawalnagar pic.twitter.com/wf0w9KKIJf
— Rana Kami (@RedRabeI) April 13, 2024
دا له هغه وروسته ده چې د اپرېل پر ۱۰مه په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شویو ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې د پنجاب په بهاول نګر کې ځينې کسان چې د پوځ په وردۍ کې دي، پر پوليسو تشدد کوي.
د ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته د ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر پوځ سختې نيوکې کړې دي او هغه د ملک نورو امنیتي ادارو او وکړو ته په احترام نه درلودلو تورن کړی دی.
خو د پوځ مشرانو تل داسې دریځ ته په غبرګون کې ویلي چې دا "د ملکي امنیتي ادارو بدنامولو داسې هڅې دي چې د ملک د دښمنانو پر ایجنډا کار کوي."
معمولی واقعہ:ایک منصوبے کے تحت سرکاری املاک پر حملہ، توڑ پھوڑ، حملہ آور اسلحہ سے لیس، سرکاری ملازمین پر تشدد، وڈیو فوٹیج موجود، گواہ موجود۔۔یہ ہے سانحہ بہاولنگر جسے دو نعرے لگوا کر "معمولی واقعہ" قرار دیا گیا ہے۔سانحہ بہاولنگر ہر لحاظ سے ۹ مئی سے زیادہ سنگین واقع ہے کیونکہ ۹…
— Hammad Azhar (@Hammad_Azhar) April 11, 2024
د پاکستان تحريک انصاف مخکښ حماد اظهر پر اېکس پاڼه خپل بيان کې ويلي دي چې تر دې پېښې وروسته بايد د پنجاب پوليسو مشر سمدستي استعفا ورکړې وای.
نوموړي زیاته کړې ده چې د بهاولنګر پېښه د نهمې مې تر پېښو په هیڅ دلیل کمه نه ده.
د ۲۰۲۳م کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول. تر هغه وروسته د تحریک انصاف پر مشرتابه مقدمې جوړې شوې وې او د یو شمېر مشرانو په ګډون د یاد ګوند په سلګونه غړي نیول شوي وو.
د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان او یو شمېر نورو مخکښو ویلي وو چې دوی په هغو بریدونو کې لاس نه لري او غندنه یې کړې وه.
عمران خان تور پورې کوي چې سرکاري دفترونو ته دوی نه بلکې د استخباراتي ادارو اهلکارانو زیان رسولی وو چې مقصد یې د ده په وینا، د تحريک انصاف پرضد مقدمې جوړول وو.