پاکستان کې د روژې په رارسېدو ګراني زیاته شوې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې سږ کال بیا په روژه کې د خوراکي توکو بیې د نورو میاشتو پرتله ګران شوي دي. نوي وفاقي حکومت د نرخونو کم ساتلو او اقتصاد ښه کولو ژمنې کړې دي خو خلک ورباندې زیات باور نه لري. د کراچۍ اوسېدونکي وايي، په جوماتونو او بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته ده خو د ورځني استعمال شیان دومره ګران دي چې د هر چا د وس خبره نه ده. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.