د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت بحث کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق د فبرورۍ پر ۲۵مه، مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ننۍ (د فبرورۍ ۲۶مې) غونډه مهمه بللې ده او ویلي یې دي چې پکې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو هم خبرې کېږي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غونډې ته د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه خپل رپورټ او سپارښتنې وړاندې کړي.

د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر په پلازمېنه په غونډه کې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو استازو برخه واخیسته خو د طالبانو چارواکو پکې له ګډونه انکار کړی وو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره یو پرېکړه لیک وړاندې کړی وو چې د روسیې او چین استازو ورباندې له رایې کارولو ډډه کړې وه.

د طالبانو حکومت د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت کوي او وايي چې اوسمهال د دې اقدام اړتیا نه شته. د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.