د پاکستان په زیاتره برخو او د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي ادارې د فبرورۍ پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې پینځه ورځنی کیمپېن په دوو پړاوونو کې کېږي.
د ادارې په خبره، په لومړي پړاو کې په لکي مروتو او ډېره اسماعیل خان او د مارچ له درېیمې څخه د صوبې په پاتې ضلعو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینېږي.
د پاکستان سرکاري راډیو وايي چې په بلوچستان او سیند کې به کیمپېن تر یوې اوونۍ روان وي.
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې پر ایکس پاڼه لیکلي چې په دې کمپاین کې به ۴۵ اعیشاره اته میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
National Immunisation Campaign Campaign Dates🗓 26 February to 3 MarchPakistan ➖ More than 45.8 million children will be vaccinated with life-saving #polio vaccine across the country 🇵🇰.During campaign supplement of ‘Vitamin A’ will also be administered.For vaccination &… pic.twitter.com/ggimLWXKqO
— Pak Fights Polio (@PakFightsPolio) February 23, 2024
په پاکستان کې د پولیو ناروغان زیاتره په پښتون مېشتو سیمو او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې رامنځ ته کېږي.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې وخت نا وخته د پولیو ضد واکسین ورکوونکو ډلو پر امنیت مامور امنیتي ځواکونو بریدونه هم کېږي.
د دې لړۍ تازه پېښه د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ پر اتمه په باجوړ کې شوې وه چې له کبله یې اووه پولیس وژل شوي وو.
د سیمې د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته ویلي وو چې پولیس سرتېري په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.
په افغانستان کې " له پولیو د خلاص افغانستان" په نوم بنسټ د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره مبارزه کوونکي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونېسېف) او د روغتیا نړیوال سازمان د دې بنسټ ملاتړ کوي .
د پولیو واکسین کمپاین به سبا دوشنبه، د روان ۲۰۲۴ز کال د فبروری په ۲۶مه ( ۷ حوت، ۱۴۰۲ه ش) په هغو سیمو کې چې نقشه کې په نښه شوي پیل شي. راځئ له پنځو کالو ټول کم عمره ماشومان واکسین کړو، څو خپل هېواد له پولیو ناروغۍ څخه پاک کړو. #EndPolio #VaccinesWork #PolioFreeAfghanistan pic.twitter.com/P0w5eeWSlH
— Polio Free Afghanistan (@PolioFreeAfghan) February 25, 2024
دې بنسټ ویلي چې په کیمپېن کې په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، اوروزګان، کندهار، هېلمند، نیمروز، فراه او هرات کې ماشومان واکسینېږي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.