په کېمپونو کې مېشت فلسطینیان د خوړو له کمي سره مخامخ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جګړې له امله د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې زرګونه بې کوره شوي خلک په کېمپونو کې ژوند تېروي. دغه فلسطینیان وایي د خوراک د کمي ترڅنګ د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. ځینې کډوال وایي تر څو څو ورځو کم یا بیخي خواړه نه ورسېږي او مېندې خپل ماشومان په نهره ویدوي. په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې تر ۲۷،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه زره کډوال شوي دي. د رویټرز اژانس له وډیوګانو جوړ راپور.