د پاکستان راتلونکی حکومت به له کومو چیلېنجونو سره مخامخ وي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د غیر حتمي پایلو تر اعلانولو وروسته شپږو ګوندونو د راتلونکي وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده. اخوا یوشمېر ګوندونو په ټولټاکنو کې د درغلیو په تور پورې کولو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی. خو انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت وايي چې ټاکنې شفافې وې. په داسې حال کې به راتلونکی حکومت له کومو چیلېنجونو سره مخامخ وي؟ د ځواب لپاره یې د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.