په ايران کې د مهسا اميني ماما ته تر ۵ کلونو زیاته سزا اورول شوې

په واشنګټن کې د مظاهرې په مهال یو تن د مهسا اميني تصویر راخیستی دی - انځور له ارشیفه

د مهسا امیني ماما د خپلې خورزې د مړينې په غبرګون کې د راولاړو شويو مظاهرو پر مهال د هغو څرګندونو له امله په سخت بند محکوم شوی چې د ايران پر اسلامي رژيم نيوکې پکې شوې وې.

په ايران کې د بشري حقونو د سرغړونو د څار يوې ډلې هه نګاو د فرورۍ پر ۱۱مه ويلي چې د اسلامي انقلابي عدالت لومړۍ څانګې په لوېدیز ښار سقز کې د مېرمن اميني ماما صفا عايلی په پينځه کاله، څلور میاشتې او ۱۷ ورځو بند محکوم کړ.

پر عايلي "په یوه غونډه کې د ګډون او د داخلي امنیت پر وړاندې د سازش"، "د نظام پرضد تبلیغ" او "د ايران د اسلامي جمهوریت د مشر د سپکاوي" تورونه ول. عايلي د امنيتي ځواکونو له خوا د ۲۰۲۳ز کال د سيپتمبر پر ۲۱مه د مهسا اميني د مړینې د لومړي تلين پر مهال د هغه پر کور د چاپې په ترڅ کې ونیول شو.

۲۲ کلنه اميني د ۲۰۲۲ کال په سيپتمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه. فعالانو او د هغې کورنۍ ویلي ول چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې، خو چارواکو یې د مرګ لامل د زړه درېدل ښوولي ول.