د سدې جشن پېژنئ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ایران کې د زرتشت (زردشت هم بلل کېږي) دین منونکي د ژمي په پای کې د سدې جشن لمانځي. هغې ورځې ته سده ځکه وايي چې د زرتشت دین منونکو په اند د پسرلي راتګ ته ۵۰ ورځې او ۵۰ شپې پاتې کېږي. په ایران او شاوخوا سیمو کې د زرتشت دین منونکي له شاوخوا ۴،۰۰۰ کلونو راهیسې پراته دي. په هغه دین کې اور ته زیات ارزښت ورکول کېږي او منونکي یې د اور عبادت نه کوي بلکې دا د ریښتیا او حق یو علامت بولي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ