پر رفح د اسراييلو بریدونو کې ګڼ فلسطينيان ووژل شوي دي

اسراییلي سرتېري په غزه کې د عملیاتو پر مهال ـ د فبرورۍ اتمې انځور.

پر رفح د اسراييلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۱ فلسطينيان وژل شوي دي.

اسوشيېټېډ خبري اژانس ليکلي، بمباري د فبرورۍ پر ۱۰مه د اسراييلي وزيراعظم بنيامین نتنياهو تر هغې وينا څو ساعته وروسته شوې چې پکې یې خپل پوځ ته وويل چې د غزې په جنوبي برخو کې د ځمکنیو عملياتو تر پيلولو مخکې د سلګونه زره کسانو د ایستلو پلان جوړ کړي.

نتنياهو د خپل اعلان په اړه کوم وضاحت يا مهالوېش وړاندې نه کړ چې له وجې يې د اژانس په خبره، په سيمه کې ژوره وېره خپره شوه.

په جنوبي ښار رفح دا مهال د غزې د څه د پاسه ۲۳ لکه وګړو له نيمايي هغو ډکه ده چې اسراييلو د پخوانیو داسې اعلانونو په نتيجه کې هلته تګ ته اړ شوي ول.

اژانس زياتوي، معلومه نه ده چې فلسطينيان به دا ځل کومې خوا ته پناه وړي.