امریکایي ځواکونو په شام او عراق کې له ایران سره پر تړلو اهدافو بریدونه کړي دي

امریکایي ولسمشر د فبرورۍ په دویمه په اوردن کې د وژل شویو سرتیرو په اخري مراسمو کې شریک دی.

امريکايي ځواکونو په شام او عراق کې له ايران سره په اړونده لسګونه اهدافو ګڼ بريدونه کړي دي.

امريکايي چارواکو د فېبرورۍ په دوېیمه ويلي دي چې دا حملې يې په اردن کې د هغه ډرون حملې په غبرګون کې کړي دي چې په کې درې امريکايي سرتيري وژل شوي ول.

واشنګټن د جنورۍ پر ۲۸مې د هغه برید تور په ايران لګوي.

تر دې لږه شېبه وروسته د امريکايي ولسمشر جو بايډن بيان خپور شو چې په کې نوموړی وايي ، د دوی ځوابي کاروايي له ننه پيل شوه.

بايډن وویل: "امريکا په منځني ختيځ يا نوره نړۍ کې جګړه نه غواړي. البته هغه څوک چې موږ ته کېدای شي نقصان رسول غواړي نو هغوی ټولو ته دې معلومه وي چې که تاسو يو امريکايي ته نقصان ورسوئ نو موږ به ځواب وايو."

برېتانوي مېشته شامي څارونکې ډله چې په جګړه کې د بشري حقونو څارنه کوي او د شام دننه ژورې رابطې لري، وايي چې په شام کې لږترلږه ۱۸ ايراني ملاتړي وسلوال په يو بريد کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د امريکا مرکزي قومندانۍ د بريدونو پخلی وکړ او وې ويل چې ځواکونو يې په شام او عراق کې د ايران سپاه پاسدارن انقلاب قدس ځواک او ورسره د تړلو نورو مليشاوو ډلو خلاف هوايي بريدونه کړي دي. چارواکي وایي، امريکايي ځواکونو څه باندې ۸۵ اهداف په نښه کړي دي.