احتساب عدالت بشرا بي بي ته ۱۴ کاله سزا واوروله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د احتساب یو عدالت پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند او ورسره دواړو ته د يو ارب (مېلیارده) او ۵۷ کروړه روپۍ نغدي جرمانې سزا اورولې ده. بشرا بي بي د عمران خان درېیمه ښځه ده، دا راز عمران خان د بشرا بي بي دویم خاوند دی. نوموړې له مخکیني خاونده هم اولادونه لري. بشرا بي بي روحاني شخصیت ګڼل کېږي او ډیره پرده کوي. پر نوموړې د عمران د حکومت پر مهال د درغلیو نور تورونه هم لګېدلي ول خو هغه یې ردوي. د بشرا بي بي په اړه نور معلومات د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ: