د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې روسیې یې پر هېواد د روان کال له پیل راهیسې د شاوخوا ۱۰۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.
وولودیمیر زېلېنسکي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې کییف د جنورۍ په ۳۰مه د روسیې په بریدونو کې د درې ولسي وګړو تر وژنې څو ساعته وروسته د هېواد په یوشمېر سیمو کې خلکو ته د توغندیو د حملو امکان په اړه خبرداری ورکړ.
زېلېنسکي وویل چې روسیې د روان کال له پیل راهیسې د شاوخوا ۶۰۰ جنګي ډرونونو او د بېلابېلو قسمونو د توغندیو تر ۳۳۰ زیات بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي چې پکې تر اوسه لسګونه زره اوکراینیو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.