د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د جنورۍ پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال د اسلام اباد او تهران ترمنځ د اړیکو په ښه کولو ټینګار کړی دی.
ډان ورځپاڼه لیکي، انوارالحق کاکړ ایراني خارجه وزیر ته ویلي، "دواړه هیوادونه باید ورپېښې ستونزې د ملګرو ملتونو د منشور (چارټر) په رڼا کې حل کړي."
انوارالحق کاکړ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ته د اسلام اباد د سفر بلنه هم ورکړېده.
بل پلو ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره هم کتلي دي.
ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (ای ایس پي ار) په حواله لیکي، دواړو مشرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان چې پرون اسلام اباد ته رسیدلی وو، لومړی یې د خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره کتلي وو.
پاکستان ته د ایران د کوم لوړ پوړي چارواکي دا سفر له هغې وروسته شوی چې د دواړو خواوو اړیکې د جنورۍ له نیمايي راهیسې د یو بل په خاوره د دواړو لوریو له بریدونو وروسته ترینګلې شوې وې.