انیله شهزاد وايي پر انتخاباتی اشتهار خپل تصویر نه شي خپرولای

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

انیله شهزاد د مردان د شهباز ګړې له حلقې څخه د پیپلز ګوند لپاره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نومانده ده. نوموړې وايي، ښځه ده نو ځکه د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره په کیمپېن کې له لویو ستونزو سره مخامخ ده خو هڅه کوي چې ښځې قانع کړي چې ورته رایه ورکړي. هغه وايي، پر انتخاباتي اشتهارونو خپل انځور هم نه شي لګولای. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د سیاسي ګوندونو لپاره لږترلږه پینځه فیصده عمومي څوکیو ښځو د کاندیدولو شرط لازمي کړی دی. ویډیویي رپورټ.