د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) په افغانستان کې د ۹۵۰ نویو محلي تعلیمي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یونېسېف د افغانستان څانګې د جنورۍ پر ۱۷مه پر خپله اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې له دې کاره به ۱۴۰،۰۰۰ ماشومان برخمن شي. هغې ادارې دا نه دي ویلي چې ټولګي په کومو ځایونو کې جوړوي خو یونېسېف په شاوخوا ټولو ولایتونو کې زرګونه محلي ټولګي تمویلوي.
یونېسېف تېر ۲۰۲۳ز کال کې ویلي ول چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸،۰۰۰ محلي ټولګي لري او ژمنه یې کړې وه چې د هغو شمېر ۲۱،۰۰۰ ته لوړوي.
په ۲۰۲۱ز کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.
طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او ورته د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.