چارواکو د تحریک انصاف د مشر پر کور د چاپې پر سر د ۵ پولیسو دندې ځنډولې دي

په اسلام اباد کې پولیس پر سړک ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د اسلام اباد پولیس وايي، د تحریک انصاف د مشر ګوهر علي خان پر کور یې د چاپې وهلو پر سر د مارګلې د تاڼېدار په ګډون د پینځو پولیس سرتېرو دندې د پلټنو تر بشپړېدو پورې ځنډولې دي.

د اسلام اباد پولیسو د جنورۍ پر ۱۴مه پر اېکس لیکلي دي چې سپریم کورټ د اسلام اباد د پولیسو مشر ډاکټر اکبر ناصر خان ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف د مخکښ ګوهر علي خان شکایت واوري.

خبرپاڼه زیاتوي چې د اسلام اباد پولیسو د یو لوړپوړي پولیس چارواکي په مشرۍ د پلټنو لپاره کمېټۍ جوړه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د تحریک انصاف مشر ګوهر خان رسنیو ته وویل چې پولیسو یې د جنورۍ پر ۱۳مه پر کور چاپه وهلې او د کورنۍ پر غړو یې تشدد کړی دی.

پولیس وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي او کمېټۍ به په درو ورځو کې تفصیلي رپورټ تیار او لوړپوړو چارواکو ته وړاندې کړي.