واورو د افغانستان په ځينو سيمو کې لویې لارې تړلې دي

له غزني غور ته تللې لاره په واورو پوښلې ده - انځور له ارشیفه

د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو واورو اورېدو له وجې لویې لارې بندې شوې دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د غور او کابل ترمينځ لاره او همدا رنګه د غور د شپږو ولسوالیو لارې د واورې د اورښت له کبله تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې د غوراو کابل ترمينځ پر لویه لار د کوتل بکک او دغه راز د سیاه کوه سیمه چې له مرکز فېروز کوه سره د غور شپږ جنوب لوېدیزې ولسوالۍ نښلوي، د واورې اورېدو له امله بندې شوې دي.

زعیم زیاته کړه چې سیمې ته د واورو پاکولو ډلې تللې دي او د دغو لارو د بیا پرانیستلو لپاره کار روان دی.

د افغانستان په مرکزي سیمو کې غور ولايت، چې زياتره لارې یې پخې نه دي، د ژمي پر مهال د واورو له امله تړل کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي.