انتخاباتي کمېشن وايي د تحریک انصاف د ۷۶ سلنه نوماندانو کاغذونه یې منظور کړي دي

په لاهور کې د تحریک انصاف انتخاباتي جلسه کې ماشومانو د ګوند بیرغونه نیولي - پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن سپریم کورټ ته ویلي دي چې په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره یې د تحریک انصاف د ۷۶ سلنه نوماندانو کاغذونه منظور کړي دي.

د یوشمېر پاکستانیو رسنیو په وینا، دا څرګندونې د انتخاباتو سېکرټر عمر حمید خان د جنورۍ پر اوومه سپریم کورټ ته په لیکلي بیان کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د خپلو کاندیدانو د نوماندۍ کاغذونو ردېدو پرضد سپریم کورټ ته درخواست ورکړی وو.

هغه ګوند په غوښتنلیک کې ویلي چې د انتخاباتو کمېشن یې د شاوخوا ۹۰ فیصده سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونه رد کړي دي.

د انتخاباتو کمېشن ویلي ول چې د تحریک انصاف د هغو مشرانو او غړو د نامزدګۍ کاغذونه یې رد کړي چې پرضد یې قضیې دایرې شوې دي.