د درابڼ اوسېدونکي پر امنیتي ځواکونو د وسلوال برید حال بیانوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د وسلوالو په برید کې د ۲۵ پوځيانو تر وژل کېدو وروسته ځايي خلک وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د خواوشا کورونو کړکۍ او دروازې یې ماتې کړې. بریدګرو د ډېسېمبر پر ۱۲مه لومړی له بارودو ډک ټرک له تاڼې سره نېږدې د پوځې مرکز په وره کې چوولی وو او بیا یې له سرتېرو سره نښته وشوه. د پاکستان نګران حکومت تور پورې کړی چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري نو ځکه دې یې د طالبانو حکومت پر ضد کاروايي ‌وکړي. په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې ويلي ‌چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي. د حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې ده. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.