پاکستان کې يوشمېر بې اسناده کډوال له وېرې پټ شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لړۍ دوام لري، يوشمېر داسې بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې پټ شوي چې د هغوی په وینا< افغانستان ته له ستنېدلو سره یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي. په هغوی کې هنرمندان، په لوړو زدکړو بوختې نجونې او ځینې غیرمسلمان کډوال شامل دي. هغوی ځانونه په کورونو کې بند کړي او څراغونه يې ګل کړي دي. د رويټرز اژانس ويډيو رپورټ