ازادې اروپا راډیو له روسیې د خپلې خبریالې خوشې کولو غوښتنه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ازادې اروپا راډیو د روسیې د تاتار باشکیر څانګې خبریاله السو کورماشېوا د اکتوبر له ۱۸مې راهیسې د روسیې په حراست کې ده. هغه د تاتارستان سیمې ده او د ناروغه مور پوښتنې لپاره هلته ورغلې وه. پر هغې تور دی چې روسیې ته د سفر پر وخت یې خپل امریکايي شهریت نه وو ښوولی او د روسي قانون له مخې یې د بهرنۍ اېجنټې په توګه خپله نوملیکنه هم نه وه کړې. خو د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین وايي مېرمن یې یوازې په دې نیول شوې چې خبریاله ده. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیوګانو جوړ رپورټ.