په سويډن کې هر شپږم کس نسوار کوي او ډېری کاروونکې یې نجونې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اروپايي هېواد سويډن په ۱۰.۵ مېليونه ابادۍ کې ۱.۲ مېليونه خلک نسوار کوي. حکومت وايي هڅه کوي دا شمېر نور هم زیات شي چې خلک ورباندې د سېګرېټو له څښلو یا څکولو منع شي. چارواکي دعوه کوي چې د سویډن نسوار د سېګرېټو پرتله د صحت لپاره کم خطرناک دي. خو څېړونکي وايي، د هر ډول نشې استعمال په اوږد مهال کې زیان لري نو ځکه دې د سرطان مخنیوي لپاره پر نسوارو نوره څېړنه وشي. د سویډن د نسوارو کارخانو تېر کال ۲۷۷ مېلیونه ډبې نسوار پلورلي دي. دوی وايي، د خلکو د زیاتو غوښتنو پر اساس اوس په نسوارو کې د نور خوند پیدا کولو لپاره د ګلاب، نارنج، مڼې او نورو مېوو اوبه ورګډوي او په وړو، وړو پوړیو کې یې خرڅوي. د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې په سویډن کې د نسوارو جوړولو ترڅنګ وینئ چې هلته یې نجونه زیات ولې کاروي او د پاکستان او افغانستان له نسوارو سره څه فرق لري؟