په سویډن کې د غورځول شوي رخت د ترتیب یو مرکز

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اروپايي اتحادیه کې هر کال نېږدې شپږ مېلیونه ټنه رخت (کپړه) غورځول کېږي. په دې اندازه دا د هر تن په سر تقریباً ۱۱ کېلوګرامه وزن جوړېږي. د روان کال په پیل کې، د اروپا پارلېمان د نوې ستراتیژۍ لپاره سپارښتنې ورکړي چې له مخې یې هلته خرڅېدونکي د رخت مصنوعات باید پایداره، د بیا استعمال قابل او د بدلون لپاره اسانه وي. په سویډن کې د ضایع شویو کپړو د ترتیب پېچلي کار لپاره یو ځانګړی ځای جوړ شوی دی چې په خودکاره ډول کار کوي.