په هند کې د شتمنو هېوادونو تر غونډې مخکې د غریبو کورونه ولې ړنګ شوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند په نوي ډیلي کې د سېپتمبر پر نهمه د نړۍ د شتمنو هېوادونو جي ۲۰ غونډه پيلېږي. د غونډې تر پیل دمخه د ښار چارواکو ځینې هغه کچه کورونه وران کړي چې غریب خلک پکې میشت ول. په هغو کورونو کې میشت خلک وایي چې لومړی په دې خوښ ول چې کورونو ته نېږدې ورته نړیواله غونډه جوړېږي خو خبر نه ول چې غونډه به یې له کلونو راهیسې جوړ د سر سیوری ورڅخه اخلي. خو چارواکي وایي هغه کورونه په دې د غونډې له وجې نه بلکې په دې وجه ړنګ کړي چې ناقانونه جوړ شوي ول. تفصیل په ویډیو کې