په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو له طالبانو سره موافقه کړې چې د مرستو د سم وېش لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت له ادارو سره د همغږۍ یوه کمېټه جوړوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د مې پر ۲۴مه پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
نن چهارشنبه د ١٤٠٢ لمریز کال د جوزا په ۴مه نېټه د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې، په افغانستان کې ميشتو د ملګرو ملتونو ادارو او د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو تر مينځ د همغږۍ ناسته وشوه.د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د pic.twitter.com/Raqty0aq8Z
— Hafiz Zia Ahmad (@HafizZiaAhmad1) May 24, 2023
په دې لړ کې د مې پر ۲۴مه په کابل کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې د ملګرو ملتونو ادارو او د طالبانو حکومت د استازو غونډه شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري چارو همغږي کوونکي رامز الاکبروف، چې په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (يوناما) مرستیال هم دی، غونډې ته وویل چې هغوی په دې هڅه کې دي چې د مرستو وېش په داسې ډول تنظيم شي چې "خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي."
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې خلک له بېکارۍ او ګڼو نورو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.