د بې پولو ډاکترانو سازمان په افغانستان کې د حامله ښځو لپاره د لازمو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د مې پر ۲۲مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې ډېری مېرمنې نه شي کولای، تر زېږون وړاندې یا وروسته اړينو خدماتو ته لاسرسی ولري او روغتیایي سیسټم د هغو ناروغانو درملنه نه شي کولای چې د امیندوارۍ پر مهال له ستونزو سره مخې شوي دي.
"Many women can%27t access antenatal or postnatal care, and the health system struggles to treat patients who experience complications in pregnancy. Policymakers, donors, and local authorities must focus on strengthening primary medical services," said @MSF.https://t.co/hiuPXDndxF
— MSF Afghanistan (@MSF_Afghanistan) May 22, 2023
سازمان زياتوي، "پالیسي جوړونکي، بسپنه ورکوونکي او ځايي چارواکي باید د لومړنیو طبي خدماتو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي".
د راپورونو له مخې په افغانستان کې يه هرو دوو ساعتونو کې یوه اومیندواره (حامله) ښځه اړينو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په خاطر د زېږون پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه پکې ډېره لوړه ده.
په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې په یو لک ښځو کې د زېږون پر مهال ۶۳۸ تنو یې ساه ورکړې ده.