ښځې په روزګار موندلو کې له څه ډول ستونزو سره مخامخ کېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خيبر پښتونخوا او اړونده قبايلي ضلعو کې نه يوازې دا چې ډېری ښځې د تعليم د اسانتياوو بې برخې دي، بلکې يوشمېر لوستې ښځې بيا د کار کولو ازادي نه لري. هغوی له يوشمېر ستونزو سره مخامخېږي چې د کورنيو مخالفت او د ټولنې ناسمه رويه يې په سر کې راځي. د مشال راډيو خبريالې عاصمه ګل په دا راپور کې هغو ټولو ستونزو ته کتنه کړې چې ښځې په روزګار موندلو او د کار کولو ازادۍ کې ورسره مخامخېږي.