پر ډنډپټان پاکستان ته تلونکي ناروغان اسانتیاوې غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د پکتیا په ډنډ پټان کې هغه ناروغان چې د خپلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره پاکستان ته روان دي وايي، په ډېر ځنډ ورته د تګ نوبت رسیږي. دوی وايي، یادې سیمې ته د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو هره ورځ لسګونه ناروغان او ناروغ لرونکي ورځي، خو یوازې ۷۰ کسانو ته اجازه ورکول کیږي، چې پاکستان ته واوړي. د پکتیا په ډنډ پټان باندې ډیری خلک د خپلو ناروغیو د درمنلې لپاره د کورمې د خرلڅیو پر لاره پېښور او د پاکستان نورو لویو ښارونو ته ځي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي رپوټ چمتو کړی