په خوست کې په ولسي ملاتړ او چندې د یو نړیدلي پل جوړېدو چارې پیل شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې، د ځايي خلکو لخوا د سیمې د یو نړیدلي پل په خپل لګښت د جوړېدو چارې پیل شوې. د خلکو او ګاډو د تګ راتګ لپاره دا مهم پل بارانونو اوسیلابونو خراب کړی وو. خلک وايي، حکومت د یاد پله د جوړېدو چارې پر مخ نه وړلې نو ځکه هغوی د چندو په پیسو کار پیل کړ. په دې اړه د نجیب الله الوخیل ویډیويي رپوټ وګورئ.