د عراقي صوفیانو ډله د خلکو جلبولو لپاره جالب کرتبونه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عراق په موصل ښار کې دیوې ډلې مشران چې ځان صوفیان بولي، د خپلو پیروکارانو د بدن له بېلا بېلو برخو چاړه، توره او یا سیخ تېروي. که څه هم دیني عالمان د دې ډول حرکتونو تایید نه کوي او نه هم دا کرتبونه له اسلامي تعلیماتو سره سمون خوري خو دا ډله بیا ادعا کوي چې په دې طریقه د خپلو پیروکارانو د باور پخلی کوي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د اسوشیېټېډ پریس اژانس له ویډیو جوړ کړی دی.