د مردان دکانداران ولې ځان سره وسلې ساتي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبرپښتونخوا په مردان کې د غلاوو او د ټوپک په زور د پیسو اخیستو د پېښو تر زیاتېدو وروسته دکاندارانو ځان سره وسلې ساتل شروع کړي دي. دکانداران وايي په زور د پیسو اخیستو پېښو له وجې اوس خلک دکانونه وختي بندوي نو ځکه کاروبار خراب شوی دی. پولیس وايي دوی د امنيت برابرولو لپاره ټينګ ګامونه اخیستي دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.