عمران ټکر وايي د ماشومانو د ساتنې قوانين عملي کول اړين دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا ځل په "مشال مرکه" کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر مېلمه دی. نوموړی له ۱۹۹۶ز کال راهيسي د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي او له بېلا بېلو تنظيمونو سره يې کار کړی دی. عمران ټکر وايي، "ماشومان زموږ مستقبل نه بلکې حال او ماضي هم دي او پکار ده چې په موجوده حالاتو کې ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وشي." هغه وايي د ماشومانو د حقونو خونديتوب لپاره دې جوړ شوي قوانين عملي کړل شي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.