د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېپ بوریل د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتیدو غندنه کړې ده.
نوموړي د اپریل پر اتمه له ټولو خواوو وغوښتل چې صبر وکړي او په روانو مذهبي رخصتیو کې کراري ته وده ورکړي.
د اسراییلو او فلسطین ترمنځ کړکیچ له هغه وروسته زیات شو چې د اپریل پر اوومه په تل ابیب کې په ډزو کې یو ایټالوی سیلانی ووژل شو او پنځه تنه ټپیان شول.
تر دې مخکې په غربي تړانګه کې د ډزو په پېښه کې دوې اسرایلۍ خویندې ووژل شوې.
بوریل په یوه بیان کې وویل، "اسرایل د خپل ځان د دفاع حق لري او هر ډول ځواب یې باید متناسب وي. اروپايي اتحادیه د روان تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي".
جوزېپ بورېل وویل، په کار ده هغه څه وشي چې د جګړې د خپرېدو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې دا ځل د مسلمانانو روژه، د یهودیانو اختر او د مسیحیانو د پسرلي خوشحالۍ یا ایسټر ټول په یوه میاشت کې کېږي.