اوکراین وايي د روسیو ځواکونو بمبارۍ کې یوشمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده

یوشمېر وګړي په کوستیانتېنیفکا کې د اپرېل پر دویمه د روسیې په بمبارۍ کې د زیانمنې ودانۍ مخې ته تېږېږي.

اوکرایني چارواکي وايي، د هېواد په ختیځ او جنوب کې د روسیې په بمبارۍ کې تر ۲۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي او زخمیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ولسي وګړو د اسوګنې پر سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د ولسمشر دفتر یوه چارواکي اندرې یرمک د اپرېل پر دویمه پر ټولنیزو شبکو لیکلي دي چې پر کوستیانتېنیفکا وړوکي ښار د روسیې په بمبارۍ کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

نوموړي پر ټېلېګرام په بیان کې زیاته کړې ده چې روسیو ځواکونو پر هغه ښار درنه بمباري کړې چې پکې ۱۶ اپارتمانونو، اتو شخصي کورونو، یو وړکتون او د انتظامیې یوې ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.

روسیې د اوکراینیو چارواکو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ولسي وګړو ته زیان نه رسوي.