ملګرو ملتونو افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې مرکزونو سره مرسته کړې

افغانستان کې شاوخوا درې نیم مېلیونه کسان په نشه یي موادو روږدي دي ــ انځور له ارشيف

د ملګرو ملتونو دوو ادارو په ګډه په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره د خوړو، درملو او نورو طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د هغه سازمان د نشه يي موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، دا مرستې یې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په همکارۍ کړې دي.

هغې ادارې د مارچ پر ۳۰مه په بیان کې وویل، په افغانستان کې شاوخوا درې نیم مېلیونه کسان په نشه یي موادو روږدي دي او د درملنې اکثر مرکزونه د امکاناتو له نشتوالي سره مخامخ دي.

د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر زیاتوي چې د روږدو د درملنې له مرکزونو سره مرستو ته دوام ورکوي.