سندرغاړی سرفراز خوښ دی چې زوی يې هنر خپل کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی سرفراز خان دی. نوموړی وايي، په قوم د باړې اپرېدی دی او له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهيسې له خپلې هنري کورنۍ سره يوځای په پېښور کې اوسي. د سرفراز مشر زوی ارمان خان هم په وروستيو کې سندرې ويل پيل کړي دي. په خپرونه کې د پلار او زوی د هنري کارونو په اړه د دوی خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.