پر اوکراین د روسيې تر يرغل وروسته، د چين ولسمشر شي جېنپېنګ د مارچ پر ۲۰مه په لومړي ځل په درې ورځني سفر مسکو ته ورسېد.
خپل روسي سيال ويلادېمير پوتين سره تر رسمي ملاقات مخکې، شي جېنپېنګ وويل چې د چين او روسيې ستراتيژيکه ملګرتيا به له يوې خوا نړيوال شفافيت او انصاف پر ځای وساتي او له بلې خوا به د دواړو هېوادونو شريکې خوشالۍ او پرمختيا ته وده ورکړي.
د جېنپېنګ او پوتېن ترمينځ د مسکو غونډې تر څلورو ساعتونو پورې دوام وکړ او دواړو مشرانو د شپې ډوډۍ په ګډه وخوړه.
د چين ولسمشر په داسې حال کې مسکو ته تللی چې د پوتين د يوازې کولو لپاره پر روس د غربي هېوادونو بندیزونه زیات شوي. دا بندیزونه له دې امله ديچې روس د تېر کال په فرورۍ کې د اوکراين اشغال پيل کړ.