د اوکراین پوځ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بخموت ښار کې د روسیې له ۱۰۰۰ زیات پوځیان وژلي دي.
په همدې حال کې د هغه هېواد حکومت وایي، د بخموت دفاع ته ژمن دي او د دې لپاره د ځوابي بریدونو تیاری کوي.
د اوکراین پوځ د مارچ پر ۱۲مه په خپل ورځني بیان کې ویلي چې روسیې پر بخموت ښار بریدونو ته دوام ورکړی دی.
اوکرایني پوځ ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې د "۱،۰۹۰ پوځیانو د وژنې" ترڅنګ د هغوی "اته ټانکونه تباه" کړي دي.
مشال راډیو او نورو خپلواکه سرچینو د دې دعوو تصدیق نه دی کړی او روسیې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي. البته برتانیویو استخباراتو او غربي شنونکو ویلي چې د بخموت ښار د محاصرې پر مهال روسیو ځواکونو ته "درانه ځاني تاوانونه" اوښتي دي.
د اوکراین په بخموت ښار کې له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې د روسیې او اوکرایني پوځیانو ترمینځ جګړه روانه ده.
هلته نښتو تر هغې وروسته زور واخیست چې د روسیې پوځ هوډ وښود چې هغه ښار نیسي او په اوکراین کې نور پرمختګ هم کوي.