د جرمني د بهرنیو چارو ریاستي وزیر ډاکټر توبیاس لینډر د مارچ له څلورمې په څلور ورځني سفر پاکستان ته ځي.
د پاکستان سرکاري راډیو لیکلي چې نوموړی به له پاکستانیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او ماحولیاتي بدلونونو خبرې کوي.
تېر کال هم د جون په میاشت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک اسلام اباد ته تللې وه او هلته یې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي وو.
نوموړې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې د نجونو د تعلیم تر څنګ دې د بشري حقونو خوندي ساتلو ته پام وکړي او د نړیوالو هیلې دې پوره کړې.
تمه ده چې د جرمني ریاستي وزیر توبیاس لینډر هم له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر مسله هم خبرې وکړي.