د پاکستان د کرکټ په سوپر لیګ کې د فبرورۍ پر ۲۴مه اسلام اباد یونایټېډ کوټه ګلیډییټرز ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړه.
په کراچۍ کې شوې دې لوبه کې اسلام اباد یونایټېډ لومړی په ۲۰ اوورنو کې د شپږو وکټو په سر ۲۲۰ منډې وکړې.
په ځواب کې کوټه ګلیډییټرز په ۲۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې وکړې او لوبه یې و بایلله.
د پاکستان سپرلیګ په لړ کې د فبرورۍ پر ۲۵مه د ارام ورځ ده او د فبرورۍ پر ۲۶مه به دوې لوبې ترسره کېږي.
په لومړۍ هغه کې به کراچۍ کنګز له ملطان سلطان سره لوبه کوي او په دویمه کې به لاهور قلندرز له پېښور زلمیو سره لوبېږي.
د پاکستان سپرلیګ اتم پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوې وې او د مارچ تر ۱۹مې به روانې وي.