د وېتنام "ښاماري چرګان" مو لیدلي دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په وېتنام کې یو ډول چرګان خورا لویې، پراخه، غوښینې او رنګینې پښې لري. دوی ته د همدې له کبله ښاماري چرګان (ډریګن چېکن) ویل کېږي. د دې چرګانو بیه د نورو هغو پرتله لوړه وي او یوازې یې شتمن خلک اخیستای شي. ښاماري چرګان په وېتنام کې د نوي قمري کال په شپو او ورځو کې تر ټولو غوره خواړه بلل کېږي. په هغه سیمه کې نوی قمري کال د جنورۍ پر ۲۲مه پیل شو. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.