د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه مړه شوې ده

لوسيل رندون د ۱۹۰۴ز کال د فېبرورۍ پر ۱۱مه په فرانسه کې زېږېدلې وه - پخوانی انځور

د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه لوسیل رندون د ۱۱۸ کلونو په عمر کې مړه شوې ده.

د کيتلېک عيسويانو راهبه رندون د فرانسې اوسېدونکې وه او د مړینې خبر يې ویاند د جنورۍ پر ۱۷مه ورکړ.

رندون د ۱۹۰۴ز کال د فېبرورۍ پر ۱۱مه زېږېدلې وه. هغه په ۲۰۲۱ز کال کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه چې بیا ورڅخه جوړه شوه.

نوموړې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د ۱۱۹ کلونو په عمر کې د جاپانۍ ښځې کانې تاناکا تر مړینې وروسته د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه وګرځول شوه.

تر دې وړاندې په ۱۹۹۷ز کال کې د فرانسې یوه بله ښځه ژین کلمون د ۱۲۲ کلونو په عمر کې مړه شوې وه.

کلمون تراوسه په نړۍ کې د تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځې په نوم پېژندل کېږي.