د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي د جنورۍ پر ۱۶مه به د داوطلبۍ له لارې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول وپلوري.
یاد بانک د جنورۍ پر ۱۵مه پر ټويټر د دې لیلام اعلان داسې مهال ورکړی چې وړمه ورځ یې کابل ته د نړیوالو بشري مرستو د ۴۰ میلیونه ډالرو د رسیدو خبر ورکړی و.
بانک ویلي وو چې رهبري یې هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سیکټر له لارې تر سره شي.
خو یوناما د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه ټویټ کې د دې خبرې وضاحت کړی چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته لیږل شوې پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په حسابونو کې اېښودل کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دا پیسې يې د ادارو له خوا د بشري مرستو پر چارو لګېږي او د دوی له ادارو پرته د نورو له خوا د دې مرستو د لېږد په اړه اعلانونه بې لارې کوونکي او بې ګټې دي.